د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د الوتنې د بیا پیل په اړه له بهرنیو هوایي شرکتونو سره ناسته ترسره کړه

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن بهرنيو هوايي شرکتونو په ګډون د ترکش ایرلاین، امارت ایرلاین، فلای دوبۍ، ایراینډیا او پي ای ای استازو سره وکتل. او یادو هوایي شرکتونو سره يې افغانستان ته د بهرنیو الوتنو د بیا پیل په اړه بحث او خبرې اترې وکړي.
د ناستې په جریان کې د هوایي شرکتونو استازو افغانستان ته د الوتنو د پیل لپاره د یادو شرکتونو د پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د ترکش هوایي شرکت به د جون په ۱۰ نیټه د افغانستان په ګډون ۲۸ هېوادونو ته خپلې الوتنې له سره پیل کړي

.
د العربیه هوایي شرکت به د جون په ۱۵ مه پروازونه پیل کړي، او د فلای دوبۍ شرکت به د جون په ۵ د نوي روغتيايي شرایطو سره سم الوتنې پیل کړي.
د اماراتو هوایي شرکت هم اعلان وکړ چې دغه شرکت به د می په ۲۱ نیټه ۹ هیوادونو ته الوتنې پیل کړي او ډیر ژر به نورو هیوادونو ته هم الوتنې بیا پیل کړي.
د پاکستان هوایي شرکت استازي وویل چې د پاکستان د حکومت لخوا د الوتنو د ځنډولو اوسنۍ پریکړه به د روان کال د می تر ۲۵ پورې وي، او که دا تجدید نه شي نو دا شرکت به د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو ته الوتنې بیا پیل کړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د کورنیو هوایي شرکتونو له پریکړې څخه رضایت څرګند کړ. او ټینګار یې وکړ چې د الوتنو له پیل څخه دمخه د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ کې مسافرین باید د ایاتا ټولنې د مشورې او پریکړې سره سم معاینه شي.
د آریانا افغان هوایي او ناس شرکت باید د الوتکو ضد مکروب کولو او نورو اړینو مواردو ته وده ورکولو لپاره اړین اقدامات وکړي.
همدارنګه په ناسته کې هوايي شرکتونو ته دنده ورکړل شوه چې د الوتنو ترسره کولو، په سيټونو کې واټن په پام کې نيول او په یادو سکتورونو کې د ټیکټ نرخ ټاکلو پلان دمخه د هیواد د ملکي هوایی چلند ادارې سره شریک کړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس یادونه وکړه چې هغه به د کرونا ویرس اضطراري کمیټې په لومړۍ ناسته کې دا مسله راپورته کړي ترڅو کمیټه لارښوونه او پر اساس اجراات وشي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۳ غبرګولي ۱۳۹۹