د خوست ولايت هوایي ډګر د ترمینل جوړولو کار جريان لري

په دغه پروژه کې د ترمینل تعمير، د ( ATM) تعمير، اپرون، (Water Tower) او د وسايطو پارکينګ شامل دي.
چې په مجموعي ډول د ۹۹۱ میلیون افغانیو په ارزښت، د هریرود ودانیزې شرکت او سیپټي اوغلو انس مات دستي (JV) سره قرارداد شوی او تر دې دمه تر ۶۰ سلنه ډیر کاری پرمختګ لري

.
دغه پروژه د دولت د پراختیایی بودیجې څخه تمویل کيږي چې په ۲۴ تقویمي میاشتو کې به بشپړه شي.
دا پروژه د ستر اهمیت لرونکي ده چې په هیواد کې به د هوایي ټرانسپورتي خدمتونو په وده او پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
د هیواد د هوایي چلند سکتور معیاري کول او سټنډرډ تطبيقول د اساسي او مهمو مسلو څخه دي.

د ملکي هوایي چلند اداره چې د هیواد د هوایي چلند سکتور چارې رهبري او تنظیم کوي. د ټول هوایي چلند معیاري کول، په ټولو برخو کې اصلاحاتو راوستلو او د هوایي ټرانسپورتي خدماتو کارونکو لپاره اړيني اسانتیاوې چمتو کولو لپاره د هوایي چلند ټولو برنامو پلي کولو ته ژمنه ده

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۲ چنګاښ ۱۳۹۹
// // //