د لوي اختر او عرفې رارسیدو په مناسبت د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه د مبارکۍ پيغام

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه د لوي اختر او عرفې مبارکي د دولت مشرتابه د افغانستان ټول شریف ملت او د هیواد د هوایي چلند سکټور کارکوونکو ته وایي، هیله مند يو چې درانه هیوادوال مو د لوي اختر د رخصتیو په جریان کې د اوربند سیوري لاندې ښې او د خوښۍ ډکې ورځې تیر کړئ او د صحي اقداماتو په پام کې نیولو سره د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوی وکړئ.


د افغانستان خلکو په جګړه کې تر بل هر ملت ډیر کړاوونه ګاللي دي او په زرهاو وطنوال مو قرباني او جلاوطنۍ شوي دي.
د څلور لسیزو تاوتریخوالي وروسته، نن ورځ د افغانستان ټول خلک د جګړې پای او باعزته سوله چې د سیاسي نظام دوام او د سمون لپاره مثبت بدلون غواړي.
د دې ورځې لمانځل چې د اسلامي ټولنې د یوې مذهبي او ملي ورځې نښان دی، باید د وسله والو مخالفینو په ګډون هرڅوک وهڅول شي چې د خپلو هېوادوالو، انسانانو ژوند او راتلونکي ته درناوی وکړي او د افغانستان د روښانه راتلونکي او هیواد پالونکي فکر ولري.
ژوندی دی وی افغانستان

ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس
۸ زمری ۱۳۹۹