د کرونا ویرس ناروغۍ مخنیوي د اقداماتو ارزونې لپاره اضطراري ناسته ترسره شوه

دا ناسته د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده په مشرې او د عامې روغتیا وزارت د عامه چارو رئیس ډاکټر بشیر امین، د آریانا افغان هوایي شرکت رئيس عالم شاه ابراهيمي، د حامد کرزی نړیوال هوایي ډګر رئیس عبدالرحمن عزيزي ، د هوایي ډګرونو عمومي رئیس بشیر احمد رووفي او د ټولو بهرنيو او داخلي هوايي شرکتونو استازو او د هيواد په ټولو نړيوالو هوايي ډګرونو کي د خدماتو چمتو کونکو شرکتونو استازو په ګډون تر سره شوه. د ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره ترسره شوي اقدامات وارزول شو.

د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ټینګار وکړ چې له ایران څخه د مهاجرینو اخراج او په هرات، بلخ، سمنګان او کاپیسا ولایتونو کې د ۱۰ مثبتو پیښو پیژندلو له امله احتیاطي تدبیرونو پیاوړي کولو ته اړتیا شتون لري، او ټول اړین اقدامات باید د بهرني او کورنیو هوايي شرکتونو او په نړیوالو هوایي ډګرونو کې د خدماتو چمتو کونکو شرکتونو ګرونډ هنډلنګ او د پاملرنې او ساتنې لخوا ترسره شي. ترڅو له یو شخص څخه بل شخص ته د ویروس لیږدول د الوتکې له لارې د سفر پرمهال له منځه لاړ شي.
هغه همداراز ټولو هوایي شرکتونو ته هم لارښوونه وکړه چې خپل کارمندان مکلف کړي چې ماسکونه او دستکشې واغوندي او د هرې الوتنې وروسته الوتکې ضد مکروبي کړي.

هغه د عمری زیارت کونکو د لیږد لپاره د هوایي شرکتونو څخه هم مننه وکړه او د هند هېواد وروستي پریکړې ته په اشارې هوایي شرکتونو ته لارښوونه وکړه چې د مسافرینو د لیږد په اړه چې دوه اړخیز ټیکټونه يې ترلاسه کړي اقدام وکړي.
همدارنګه بهرنیو او کورنیو هوایي شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې په فارسي او پښتو ژبو کې د الوتنې پر مهال د مخنيوي په اړه معلومات چې د عامې روغتیا وزارت لخوا چمتو شوي په
په ټولو سکتورونو په ځانګړي توګه د کابل – دوبۍ – کابل – استانبول / انقره لارو کې خپاره کړي.

په وروستيو کې هوایي شرکتونو د کرونا ویروس له امله په سیمه ایزه او نړیواله کچه د محدودیتونو له امله هوایي شرکتونه د دولت ملاتړ غوښتونکي شو او په ډاګه یې کړې چې دوی به په ګډه د دولت د ملاتړ لپاره یو پلان چمتو کړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس وویل دا اداره ژمن ده چې ټولو هوایي شرکتونو سره هر اړخیزه مرسته وکړي او د دې پلان ملاتړ وکړي.
د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۲۴ کب ۱۳۹۸