د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر په کابل کې د ملګري هېواد د اندونیزیا استوګن سفیر سره د کارګو او مسافرینو لپاره د هوایي دهلیز د ایجادولو په اړه خبرې کړ

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبيد اندونیزیا کابل میشت سفیر داکتر عارف راچمن او د آسیا پراختیایي بانک مرستیاله مېرمن شاني کمبل سره لېدنه او خبرې کړ.

 

 

 

په دې کتنه کې د لاندې موضوعاتو په اړه خبري وشوې:

  • د کارګو او مسافرینو لپاره د کابل او جاکارتا ترمنځ هوایي دهلیز ایجادول.
  • د اندونیزیا سوداګریز نندارتون چې د USAIDله خوا تمویل کېږي جوړول.
  • د دواړو لورو د اړیکې د پیاوړتیا په موخه د افغانستان اتباعو ته تجارتي او سیاحتي ویزې صادرول.
  • همداراز د آسیایي پراختایي بانک مرستیاله چې په دې کتنه کې حضور درلودې د دواړو هېوادنو د پانګوالو څخهد ملاتړ او پور ورکونه(قرضه کوچک و بزرګ) د بانکي تضمین سره د همکاریو په اړه ژمنه وکړه.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د سلواغه ۴