د ملکي هوایي چلند ادارې د کارکوونکي او د (UNOPS) سازمان د پروژې همغږي کوونکي د فاتحې او ختم مراسم په یاده اداره کې ترسره شول.

دغه مراسم نن له غرمې وروسته د ملکي هوایې چلند ادارې په جومات کې ترسره شول چې پکې د کار ټولنیزو شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معین د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه رئیسان او کارکوونکو برخه لرله.
د قرانکریم له ختم وروسته د شهیدالله سنګین روح ته دُعا وشوه او د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس دنوموړي د ښه کار او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د شهیدالله سنګین د کورنۍ په استازیتوب د کار ټولنیزو شهیدانو او معلولینو معین غلام حیدر جیلاني د ملکي هوایې چلند ادارې مشرتابه او کاکوونکو له خواخوږۍ او غمرازۍ مننه وکړه.
استاد شهیدالله سنګین ۳۲ کاله وړاندې په پروان ولایت کې زېږدلی، په هند کې یې ماسټرۍ کړې وه او په جمهوري ریاست کې د اقتصادي برخې مشاور او د ملکي هوایي چلند په اداره کې د (UNOPS) سازمان د پروژې همغږي کوونکي په موقف دندې ترسره کړي دي.
نوموړي د تېرې جمعې په ورځ له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.