د هرات نړیوال هوایي ډګر د ریاست نوي سرپرست معرفي

احمد شهیر صالحي په دویم رتبه بست کې د هرات نړیوال هوایي ډګر د ریاست د سرپرست په توګه معرفي شو. په هغه غونډه کې چې په دې اړه په هرات کې جوړه شوه، د ملکي هوایي چلندخپلواکې ادارې جګ پوړې پلاوې، د دې ادارې د عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفا، د بشري منابعو مشر فرید احمد روان، د هرات ولایت یو شمېر رییسانو او ځایي چارواکو حضوردرلودل.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفا، د ښاغلې صالحې د ورپېژندنې پرمهال وویل: دولتي دریځ د هېواد او د هېواد وګړو ته د خدمت فرصت ګڼل کېږي او د هرات نړیوال هوایي ډګر د نوي سرپرست نه یې وغوښت چې د هوایي ترانسپورت په برخه کې، د مدیریت د ښه والی او خدمت رسولو لپاره، له هېڅ ډوله هڅه او تلاش څخه دریغ ونه کړي.

ښاغلې احمد شهیر صالحي د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام د منظورۍ پراساس ټاکل شوی، هغه او ټولو همکارانو ته یې د خدای له دربار څخه بریا غواړو.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د سلواغه ۱۱