د سرپل له والي سره د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلان او پالیسي معین لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلان او پالیسي معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د سر پل والي له ښاغلی ظاهر وحدت سره د خپل کار په دفترکې وکتل. په دې کتنه کې د دې ادارې دپلان او پروژو رییس انجینیر نصرت الله تاج هم حضور درلود. دواړو اړخو د هوایي ترانسپورت په برخه کې د سرپل ولایت د خلکو د ستونزو د لرې کولو په هکله سره خبري وکړې. د سرپل والي ښاغلی وحدت د هغه ولایت د شته کانونو او مالي ظرفیتونو ته په اشارې سره د نوي هوایي ډګر د جوړونې غوښتونکې شو. ویې ویل چې دغه موضوع د دې ادارې په پرمختیایي پلانونو کې ونېول شي.

او په دې برخه کې د یاد ولایت د محلي ادارې د هوایي ډګر لپاره د ځمکې په ورکولوکې د همکارۍ هوډ وکړ.

په مقابل کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلان او پالیسي معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده وویل؛ دغه اداره د بودجې او امکاناتو ته په کتو سره به د دغه موضوع په اړه څېړنه وکړياود هوایي ترانسپورت په برخه کې د ستونزو لري کول او آسانتیاوې ایجادول د دې ادارې د کاري لومړیتوب په توګه یاد کړ.

هغه زیاته کړه په نږدې کې د دې ادارې تخنیکي پلاوې د نوي هوایي ډګر د مقدماتي مطالعاتو او د طرح او دیزاین لپاره به سرپل ولایتته واستول شي، وروسته د تخنیکي رپوټ له مخې په پرمختیایي پلانونو کې په اړه به یې لازمې تصمیم ونېول شي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د وری ۱۹