د ولسي جرګې د درې کسیز هئیت ناسته د ملکي هوایي چلند ادارې سره ترسره شوه

نن د یکشنبې په ورځ ، چې د قوس دوهمه نېټه ده په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي محمد الله بتاش د کابل د خلکو استازي میرویس حسین او د هرات د خلکو استازي طاها صادق د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس محمد قاسم وفایي زاده او د دې ادارې له عملیاتي معین امانزیب انصاري سره وکتل.
دغه هئیت د هغه څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو د “ګرونډ هینډلینګ” او د ” امنیتي خدمتونو” د قراردادونو کتنه ترسره کړه، چې څه موده مخکې د ملکي هوایي چلند ادارې لاسلیک کړي و.
د دغه هوايي میدانونو د “ګراونډ هینډلینګ” او “امنیتي خدمتونو” قرادادونه چې په هغې کې د درې هوایي ډګرونو حامد کرزي، هرات او د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر شامل دي.
د تېرو ناستو په تعقیب د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د یاد شویو تړونونو په اړه پلاوي ته وویل، چې د پخوانیو قراردادونو ختمېدل او د نويو تړونو لاسلیک کول د هېواد د ملي ګټو په خاطر ترسره شوي وو.
او د مزار هوایي ډګر ګراونډ هینډلینګ مسوولیت د ره کمپنۍ او بلخ ایر سرویس پرغاړه اخېستی.
دغه قراردادونه د همدې کال د عقرب په پنځلسمه امضأ شوي، چې د دې په بنیاد د “ګراوند هینډلینګ” او “امنیتي خدمتونو” قرارداد د اولیف ګروپ او ناس نه امارتي( GACC) ته وسپارل شو.
۲ لیندۍ ۱۳۹۹
========