د افغانستان او ترکیې د پروازونو د ځنډ په اړه

د ملکي هوایي چلند ادارې خبرپاڼه:
کابل_ استانبول_ انقره ترکیې هېواد د افغانستان د ملکي او هوایي چلند ادارې ته خبر ورکړی چې له افغانستان سره خپلو پروازونو کې نور ځنډ هم راولو، چې د کرونا یعنې کوویډ _۱۹ ویروس ویره لاهم په ترکیه کې خپره ده.
د ترکیې هېواد پرېکړه کړې، چې د روان ۲۰۲۰ کال تر اکتوبره پورې خپل هېواد ته پروازونه د کرونا ویروس په خاطر ځنډوي ترڅو دغه هېواد کې د کرونا ویروس پراختیا پیدا نه کړي.
د ترکیې د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، دوی د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د افغانستان پروازونو ته اجازه نه ده ورکړې.
13 سنبله 1399
د عامه اړیکو او ارتباطاتو آمریت
———-