dir="rtl"> د ملکي هوایي چلند ادارې د مشرتابه ناسته ترسره شوه | Civil Aviation Authority of Afghanistan. 2017

د ملکي هوایي چلند ادارې د مشرتابه ناسته ترسره شوه


د ملکي هوایي چلند ادارې د مشرتابه ناسته ددې ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې عملیاتي مرستیال احمد جاوید شهریار، او د ملکي هوایي چلند ادارې ټولو رییسانو او مشرتابه هیئت نورو غړو برخه اخیستې وه.
د ملکي هوایي ادارې د مشرتابه په ناسته کې د اجنډا مطابق د ایکاو تفتیش پروسې پرمختګونو، د پروازونو خوندیتوب د لا ښه والی په اړه لازم تدابیر، په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي، او د چین د ووهان ښار څخه د زده کوونکو او اوسیدونکو رالیږدولو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په دې ناسته کې اړوندو څانګو ته دنده وسپارله چې د پلي کولو لپاره په منظم ډول پلان جوړ او په اړه یې لازم اقدامات وکړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ټینګار وکړ چې د ایکاو د پلټنې د دوهم پړاو یو له خورا مهم لومړیتوبونو څخه دی ټول کارکوونکې او مسئولین باید جدي پاملرنه وکړي.


په دې غونډه د ملکي هوایی چلند ادارې عمومي رئیس په هېواد کې د کرونا وایروس د مخنیوي، د دې وایروس په اړه د عامه پوهاوي په لوړېدو او همدا ډول له چین څخه د افغان محصیلنو را لېږد ته په اشارې وویل، د دې وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر لازمي امر دی او موږ باید د چین له ووهان څخه د افغان محصلینو را لېږد ته بشپړ چمتوالی ولرو.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۰ سلواغه ۱۳۹۸