د اقتصادي عالي شورا په ناسته کې د کابل استانبول ترمنځ د الوتنې د پیل په اړوند د اطلس ګلوبل هوایي شرکت غوښتنې منظورېدل

د اقتصادي عالي شورا ناسته د جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې ترسره شوه. په دې ناسته کې د کابینې غړو، د خپلواکو ادارو رییسانو او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي حضور درلودل.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د آجندا په مطابق د څو پرمختیایي اقتصادي موضوعاتو په اړه له هغې جملې نه؛ د کابل استانبول ترمنځ د الوتنو د پیل په تړاو د اطلس ګلوبل هوایي شرکت د غوښتنې په هکله بحث او خبري وشوې او په اړه یې لازمې تصامیم ونېول شوه. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د نوموړې شرکت له خوا د پروازونو پیلول د هوایي شرکتونو ترمنځ د سالم رقابت لپاره همداراز د مسافرینو د آسانتیاوې لپاره ګټور ګڼي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۷ د غویې ۲۳