د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د اطلس ګلوبل هوایي شرکت د غوښتنې په تړاو، د استانبول کابل ترمنځ، د پروازونو د پیل په هکله خبري وشوې. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د اطلس ګلوبل هوایي شرکت، د غوښتنې په تړاو د کابل استانبول ترمنځ، د پروازونه د پیل په هکله خبري کړ او ویې ویل؛ یادې شرکت د کابل استانبول ترمنځ په اونۍ کې د څلورو پروازونو د عملي کېدو غوښتونکې شوی.

د افغانستان او ترکیې ترمنځ په ۲۰۱۱ کال کې د لاسلیک شوې هوکړې پراساس دواړو لورو د اونۍ په ترڅ کې ۲۸ پروازونه ترسره کولای شي.

ښاغلې حبیبي د دغو پروازونو د ګټې په هکله وویل؛ چې د مخکینۍ هوکړې پراساس د دغو پروازونو پرمخ هېڅ ډول محدودیت او خنډونه وجود نه لري.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د مرغومې ۲۶