د جلالتمآب ولسمشر ترمشری لاندې د اقتصادي عالي شورا ناسته ترسره شوه

د اقتصادي عالي شورا ناسته د جلالتمآب جمهور رییس په مشرۍ جوړه شوه، په دې ناسته کې د هوایي شرکتونو د مارکیتونو په اړه همداراز د څو بهرنیو شرکتونو د غوښتنې پراساس چېغواړي افغانستان ته خپلې پروازونه یې پیل کړي په هکله بحث او خبري اترې وشوې. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د هوایي چلند سکتور په برخه کې د حمل ونقل په هکله جامع پریزنټیشن وړاندې کړه، همداسې په دې برخه کې د پرمختیا او پرمختګ لپاره مشخصه وړاندیزونه یې د اقتصادي عالي شورا ته یې وړاندې کړ.په همدې اړه د کورنیو هوایي شرکتونو د پیاوړتیا لپاره د بهرنیو شرکتونو سره د رقابت، تعادل او ملاتړ په موخه د لاندې موضوعاتو په اړه پریکړې وشوې.

 

 

 

 

 

د کورنیو شرکتونو لپارهد خدماتو د هزیني کمښت، دغه شرکتونو ته د دولتي بانک له لورې پور ورکول، د مسافرینو د راجذبولو لپاره د ویزې په برخه کې د آسانتیاوې د ایجادولو په اړه  لازمې لارښوونې وشوې.

همداراز وویل شوه چې د اطلس هوایي شرکت د موضوع په اړه د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې، د اقتصاد او د مالیې وزارتونه له خوا ګډه کمیتې جوړه شي او ورباندې څېړنه وکړي. وروسته یې لازمې تصمیم ونېول شي.

او د عراقي الناصر هوایي شرکت په هکله تر خبرې وروسته وویل شو چې په دې اړه د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د مصؤنیت له اړخه څېړنه وکړي او وروسته یې لازمې تصمیم ونېسي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د کب ۲۸