په افغانستان کې د اسپانیا سفیر د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل.

۱۰ کب ۱۳۹۹ کابل
نن د یکشنبې په ورځ افغانستان کې د اسپانیا سفیر ګبریل فیران د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره ولیدل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې دواړه لورو د دواړو هېوادونو د ملکي هوایي چلند ادارې ترمنځ په دوه اړخېزو همکاریو او د افغانستان او اسپانیا د ملکي هوایي چلند ادارې ترمنځ د هوایي خدماتو د تړون په چمتو کولو خبرې اترې وکړې.
همدا رنګه دواړه لورو د افغانستان د هوایي چلند د سکتور وضعیت، پرمختګ او د هېواد اقتصادي برخو ترڅنګ د هوایي دهلیزونو پر پراختیا او د ملکي هوایي چلند په ډګر کې په تخنیکي همکاریو باندې تفصیلې خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت