اطلاعاتو ته د لاس‌رسي د نړیوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام!

د ملکي هوایي چلندا اداره د اطلاعاتو ته د لاس رسي د نړیوالې ورځې په ویاړ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د معلوماتو ته د لاس رسي د نړیوالې ورځې په ویاړ مبارکي وایي او د مهمو ارزښتناکو دقیق او پر وخت معلوماتو ته د رسېدلو او ترلاسه کولو کې تاسو ته د لا بریالېتوب هېله کوي.
موږ یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کوو، چې د بیان ازادۍ ارزښتونه او معلوماتو ته د لاس رسي حق خوندي کولو لپاره دقیق، شفاف، کره او پر وخت معلومات تاسو سره شریک کړو.