د شیبرتو هوایي ډګر جوړېدل به بامیان د سیمې د ټرانزیټ مرکزونو سره وصل کړي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د GAAC کنسرسیوم مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، بامیان دې له دوبۍ هب سره وصل شي، ترڅو سیلانیان وکولای شي یاد ولایت ته مستقیم سفر وکړي، چې د دې ولایت ګرځنده صنعت پیاوړی شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان ملکي هوایي چلند ادارې د دغه هوایي ډګر د ځغاست لیکې د ډیزاین او سروې کارونه پیل کړي او د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې په پلان کې هم شامل دی.
د بامیانو لرغونی ولایت د هېواد یو له لویو او کرنیزو یعنې زراعتي مارکیټونو څخه دی، چې د لاسي صنایعو او محصولاتو ترڅنګ په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹