د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ.

۱۶ سلواغه ۱۳۹۹
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده ، عملیاتي معین امانزیب انصاري او د دې ادارې تخنیکي هئیت د احمد شاه بابا د نړیوال هوایي ډګر د عملیاتي پروازونو د وضعیت
ارزونې لپاره کندهار ولایت ته سفر ترسره کړ. د کندهار د هوایي ډګر د عملیاتي مسوولیتونو لیږد د جنورۍ په لسمه نېټه ناټو ځواکونو د افغانستان دولت ته تسلیم کړ. که څه هم د مسوولیتونو لیږد د مخه د تخنیکي ریاست څانګو لپاره د عملي روزنې چمتو کولو پرته ترسره شو، په هر صورت د ملکي هوایي چلند اداره توانېدلې، چې په ۷ کټګوریو کې پرته له ځنډ څخه په دې هوایي ډګر کې الوتنو ته دوام ورکړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس، عملیاتي معین او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کندهار له والي الحاج روح الله خانزاده سره په هوایي ډګر کې د سوداګرۍ او پانګوونې فرصتونو رامینځته کولو سربېره د کورنیو تولیداتو د صادراتو په اړه، چې د هوایي دهلېز د ایجاد او د عایداتو لپاره د نویو سرچېنو او ښو خدماتو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.همدا رنګه د دې سفر په جریان کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د ټولو څانګو، عملیاتي ساحو او تجهیزاتو څخه لیدنه وکړه او د اړوندو برخو له مسوولینو سره یې خبرې اترې وکړې.
د همکارۍ او عزم لپاره روښانه ژمنتیا شتون لري، چې دوه کارګو او د مسافرینو ترمینلونه به ډېر ژر په دغه هوایي ډګر کې جوړ شي، چې د بار وړلو ترڅنګ به د مسافرینو د تبادلې کچه لوړه کړي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت