د مرکزي اسیا د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ (CAREC) غړو سره د ملکي هوایي چلند ادارې انلاین ناسته ترسره شوه.

۲۲ سلواغه ۱۳۹۹
نن د چهارشنبې په ورځ د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین حسیب الله سروش د مرکزي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ (CAREC) له غړو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې اترې ترسره کړې.
د مرکزي اسیا د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ (CAREC) غړو پروګرام په ۱۹۹۷ کال د اسیا پراختیایي بانک لخوا د قفقاز او سویلي اسیا ور هاخوا د مرکزي اسیا هېوادونو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د هڅولو لپاره تاسیس شوی دی.
دا ناسته د غړو هېوادونو (CAREC) لخوا د هوایي ترانسپورت په برخه کې د اقتصادي ودې په هدف جوړه شوې وه، چې پکې برخه والو د هوایي ترانسپورت پر پراختیا او د دې برنامې د غړو هېوادونو په اقتصادي ودې او اغېزو باندې تفصیلي خبرې وکړې او خپل نظرونه یې شریک کړل.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت