په لوګر ولایت کې د هېواد تر ټولو لوی هوایي ډګر د جوړولو سروې او امکاناتو مطالعات بشپړ شول.

۲۲ سلواغه ۱۳۹۹
په لوګر ولایت کې د هېواد په سطحه د تر ټولو لوی هوایي ډګر د شونتیا څېړنې او سروې بشپړه شوه.
دا هوایي ډګر، چې د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې جوړېږي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له بودېجې جوړېږي.
د دې هوایي ډګر د امکان سنجونې مطالعات د ۱۳۹۸ کال د ثور په میاشت کې د ایټالیایي قراردادي شرکت ټیکنیټال (Technit tal inc) اینک لخوا پیل شوي و، چې له سروې وروسته به یې د ډیزاین چارې پیل شي.
د پلازمېنې په ګاونډ کې دا هوایي ډګر به تر ۲۰۳۵ زیږدیز کال پورې د نړیوال هوایي ډګر په توګه د ټولو اړینو تاسیساتو سره جوړ شي، چې د ۱۰ میلیونه مسافرو او ۱۰۰۰۰۰
ټنه کارګو ظرفیت به ولري.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
ــــــــ