د هوایي ترافیکو د تنظیم د خدماتو د برخې ښځینه کارکوونکې تقدیر شوې

۲۶ کب ۱۳۹۹
نن سې شنبه د هوایي ترافیکو د تنظیم د خدماتو برخې ښځینه کارمندانو ته د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین امانزیب انصاري، د دې ادارې مالي او اداري رئیس غلام نبي رحمانزي او یو شمېر کارکوونکو په حضور کې په تقدیر نامو وویاړل شوې.
عملیاتي معین د ستاینلیکونو د ورکړې پرمهال وويل: د هوایي ترافیکو خدمات د ملکي هوایي چلند ادارې له اساسي او مهو برخو څخه شمېرل کېږي او د هوایي ترافیکو کنټرولوونکي هغه کسان دي، چې له میدان څخه د الوتکې له الوتنو تر بېرته کېناستو او په رمپ کې بیا ځلې درېدو پورې له کوم ځنډ پرته په دوامداره توګه له پیلوټانو سره په اړیکه کې وي او پیلوټانو ته د اړتیا وړ معلوماتو، مسلکي اړینو لارښوونو او د هغوي د خوندیتوب او هوایي ترافیکو د جریان او پروانو د نظم برابرولو په برخه کې مسوولیت لري.
امانزیب انصاري کارکوونکو ته په خپله وینا کې وویل: د ټولنې د نیمایي برخې په توګه د ښځو رول په ټولو برخو کې ارزښتمند او ګټور دی.
هغه زیاته کړه هغه مېرمنې، چې د هوایی ترافیکو په برخه کې کار کوي لکه د هیواد د ملي عساکرو په شکل چی د وطن خاوره او سرحدات ساتی اصلی خدمتگاران دي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت