د وزیر اکبر خان د ۱۴ سرک دروازې امنیتي ځواکونه تقدیر شول.

۳۰ کب ۱۳۹۹
د ۱۳۹۹ کال په وروستۍ ورځ د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایې زاده د عملیاتي معین ښاغلي امانزیب انصاري په حضور کې د وزیر اکبر خان د ۱۴ سرک د ورودي دروازې ساتوونکي د ملکي هوایې چلند ادارې په استازیتوب تقدیر کړل او د یادو سرتېرو ستاینه یې وکړه.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د دې افسرانو له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، چې تاسو د امنیت د تامین لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوئ، او شپه ورځ مو پرځان یوه کړې، ترې مننه وکړه او هغوی یې وستایل. نوموړي وویل، تاسو د وقار، ازادۍ او سولې ساتوونکي یاست او تل مو خپله سینه د دښمن پر وړاندې سپر نیولې او د خاورې دښمن ته اجازه نه ورکوئ چې غلتې کړنې ترسره کړي.