د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ترمینل لپاره د پلټنې جوړ شوی صالون افتتاح شو

۴ وری ۱۴۰۰
نن چهارشنبه د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د ترمینل لپاره د پلټنې نوی صالون د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین حسیب الله سروش، چې د المان هېواد د پولیسو مسوولینو او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان ریاض ارین د دغه هوایي ډګر کارکوونکو او د ملکي هوایي چلند ادارې یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو هم په دغه مراسمو کې برخه لرله د پټې په پرېکولو پرانېستل شو او ګټه اخېستنې ته چمتو شو.
دا صالون په معیارې او اساسي بڼه د دوست هېواد المان د پولیسو په مرسته جوړ او فعال شو.
د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین ښاغلي حسیب الله سروش د پټۍ پرېکولو پر مهال د المان هېواد له دوامداره همکارۍ مننه او قدردانی وکړ او ویې ویل، چې د هوایي ډګر د امنیتي پلټنې دغه صالون جوړول یو مهم او ګټور ګام دی.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت