دا ناسته چې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په دفتر کې عامې روغتیا وزارت معین ډاکټر فدا محمد پیکان، د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې رئیس سلطان احمد بهین، د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي، عملیاتې مرستیال کپټان جاوید شهریار، د پرواز د سټندردونو عمومي رئیس غلام جیلاني وفا، او د ادارې د قوانینو او تړونونو رئیس خلیل الله ابوي په ګډون ترسره شوه په کې د چین د ووهان ښار څخه د زده کوونکو د انتقال مهالویش او همغږۍ په اړه بحث او اړین تصمیمونه ونیول شول.
نو درنو هیوادوالو او ګرانو زده کونکو، ته ډاډ ورکول کیږي چې د ټاکل شوي مهال ویش سره سم د زده کونکو لیږد مسله به ژر تر ژره عملي شي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۸ سلواغه ۱۳۹۸
=======