د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابرتو کمیسون رئیس اکبر سلطانزاده او په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت د خلکو استازي حاجي عبدالرشید عزیزي سره جلا جلا لیدنې ترسره کړی

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسون رئیس د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس سره په لیدنه کې د سیمه ایز ارتباطاتو او ګړندي ټرانسپورټ مواصلاتو په خوندي کولو کې د ملکي هوایي چلند سکتور پر اهمیت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د معیارې کولو او اصلاحاتو پروسې هرکلی وکړ.
ویې ویل چې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون به د هر هغه اساسي اصلاحاتو ملاتړ وکړي چې د هوایي ټرانسپورټ سکتور وضعیت، او د مسافرینو خدماتو کیفیت ښه کړي.


هغه د ملکي هوایي چلند د ادارې له رئیس څخه وغوښتل چې مسافرینو ته د خدمتونو او د مراجعینو سره د چلند ښه کولو ته جدي پاملرنه وکړي.
همداراز په یوه جلا ناسته کې د هلمند ولایت استازي حاجي عبدالرشید عزیزي په هلمند ولایت کې د هوایي چلند د زیربنایي تاسیساتو څخه په اغیزمنه توګه کارولو ټینګار وکړ او د هوایي ټرانسپورټ پراختیا یې د هیواد اقتصادي ودې لپاره مهم وباله او د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس په داسې حال کې چې د هوایي چلند په سکتور کې د اصلاحاتو او د ایکاو تفتیش ته د رسیدو هڅې چې د اروپایی اتحادې د تور لیست څخه د وتلو لپاره یو شرط دی د خلکو د استازو د ملاتړ ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خلکو د استازو لخوا یاد شويو مواردو ته به جدي پاملرنه وکړي او د ستونزو حلولو لپاره به سمدستي اقدام کړي.

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۷ کب ۱۳۹۸