د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د غور د ولایتي شورا رئیس سره وکتل او د دې ولایت د هوایي ډګر د رنوي بیا رغولو او ترمیم څرنګوالي په اړه لېدنه وکړه

د ملکي هوایي چلند ادرې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د غور ولایتي شورا رئیس فضل الحق احسان، د شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان، او د شوره غړي عبدالحمید ناطقي سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.


د لېدنې په جریان کې د غور ولایتي شورا رئیس د ملکي هوایي چلند ادارې د دوامداره همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړ، او په دی ولایت کې یې د ټرانسپورټ ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ددې ولایت هوایي ډګر رنوي لاین د ساتنې او پاملرنې نشتوالي له امله زیانمن شوی.
او که ژر دا هوایي ډګر ترمیم نشي په دی هوایي ډګر د الوتکو غوښتنو پوره کول یوه ستونزه ده.
د غور د ولایتي شورا رئیس غوښتنه وکړه چې د ملکي هوایي چلند اداره دې د اکسري ماشین د نه شتون لپاره جدي پاملرنه وکړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د ولایتي شورا رئیس او د دوی همکارانو ته د ښه راغلاست ویلو سره د ملکي هوایي چلند ادارې ته د یادو ستونزو په منلو سره وویل چې په دې برخه کې به جدي پاملرنه او عملي اقدامات وکړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د پلان او د پروژو پلي کولو رئیس او د ملکي هوایي چلند ادارې امنیت رئیس ته لارښوونه وکړه چې دغه مسلې ژر تر ژره حل کړي.

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۸ کب ۱۳۹۸
======