د ملکي هوایي چلند د سیسټم معیاري کولو لپاره ناسته ترسره شوه

دا ناسته چې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، په مشرۍ او د عملیاتې مرستیال کپټان احمد جاوید شهریار، د پروازونو د سټندرد عمومي ریاست سرپرست کپټان غلام جیلانې وفا د ادارې نورو رئیسانو او کارکونکو په شتون ترسره شوه. په کې د پلټنې او ژغورنې امر سید جاوید محبوب د خوندیتوب مدیریت سیستم په اړه مفصل پریزنټیشن وړاندې کړ.


ورپسې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده د ملکي هوایي چلند ادارې د معیاري کولو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې او اړونده څانګو ته یې لارښوونه وکړه چې د نړیوالې ملکي هوايي بورډ USOAP لخوا په ګوته شوي د ملاحظې برخې کې دوامداره ناستې ترسره کړي.
همداراز په دې ناسته کې د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس عملیاتې مرستیال ته دنده وسپارله چې د ادارې اسنادو، مقرراتو او طرزالعملونو معیاري کولو په اړه د تیتراتیک موسسي سره تخنیکي ناستې ترسره کړي.

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۳ کب ۱۳۹۸