په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل او د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر څخه يې هم لېدنه وکړه

د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار کبیر خان عیسی خیل سره د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په ریاست کې لېدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین امان زیب انصاري، د جمهوري ریاست د چارو په اداره کې د پانګونې برخې رئیس عطا نصیب، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر عمومي رئیس جنرال سید عمر صبور، د سرحدي پولیسو قوماندان محمد عثمان جانباز، د اولیف ګروپ مسؤلینو او د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې موجود نورو بنسټونو هم حضور درلود د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د پراختیا او معیاري کولو په اړه په بیلابیلو موضوعات بحث او خبرې اترې وشوې.


کبیر خان عیسی خیل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر عمومي وضعیت ارزولو او د هوایي چلند امنیتي خدماتو ښه کولو او د هوایي ډګر په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګونې راجلبولو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
وروسته د ملکي هوایي چلند عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده هم په خپلو خبرو کې وویل چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د مدیریت ماسټر پلان د اساسي اصلاحاتو د پلي کولو په هدف چمتو او د ولسمشر له خوا تاييد شوی هم دی.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ټینګار وکړ چې د دې ماسټر پلان له مخې باید په هوایي ډګر کې د واحد مدیریت پلان پلي شي او خدماتو وړاندې کولو کې د همغږۍ او د ګډوډۍ نشتون مخه ونیول شي.
د ملکي هوايي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین امان زیب انصاري د خپلو خبرو په دوام د تیرې ناستې په یادولو سره چې د ملي امنیت شورا او د ولسمشر د دفتر په همکارۍ د ارزونې په اړه په همدې هوایي ډګر کې ترسره شوي وه یادونه وکړه او ويې ويل؛ اوس مهال ۶ دولتي ادارې او ۷۰ نور ارګانونه چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ناټو، د مالیې وزارت ګمرکاتو او خصوصي شرکتونو پورې اړوند دي په دې هوایي ډګر کې فعالیت کوي او د دوی تر مینځ لازمه همغږي شتون نلري.
همدارنګه د څلور عامه او خصوصي مشارکت پروژې یا PPP چې د هوایي ډګر دننه د مسافرینو ترمینل، د کارګو ترمینل، د صادراتو زون او هوټل په اړه هم خبرې وشوې چې د دې پروژې د امکاناتو مطالعې برخه بشپړه شوې او د داوطلبۍ پروسه به یې ژر پیل شي.
په پای کې دواړو لورو په دې برخه کې په جدي اصلاحاتو ټینګار وکړ او پریکړه وشوه چې د هوایي چلند ادارې تایید شوي ماسټر پلان مطابق د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر وضعیت ښه کولو لپاره بايد لازم اقدامات ترسره شي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۱۵ غبرګولی ۱۳۹۹