د ملکي هوایي چلند ادارې د بشري سرچینو د پالیسۍ مجموعه او معلوماتو لارښود د ادارې عمومي رئیس لخوا منظور او پلي شو

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس نن ورځ د بشري سرچینو ریاست د پالیسیو مجموعه او د ملکي هوایی چلند ادارې کې د کار لپاره علاقه لرونکو لپاره د دې ادارې د معلوماتو لارښود تصویب کولو پر وخت کې، د بشري سرچینو ریاست ستاینه وکړه او دوی ته یې دنده وسپارله چې د نوې پالیسۍ مطابق نوي کارمندان جذب کړي. او په دې اداره کې د بشري سرچینو مدیریت تنظیم او اصلاحي اقدامات ترسره کړئ.
هغه د هیواد د هوایي چلند سکټور د ودې او پرمختګ په برخه کې د مسلکي او وړ اشخاصو راجلبولو پر اهمیت او د وړتیا او لیاقت د اصولو پر بنسټ د بشري سرچینو د مدیریت لپاره یو روښانه سیستم رامینځته کولو باندې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د بشري سرچینو مدیریت او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د تخنیکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې لپاره د ځانګړي سیسټم رامینځته کول د ایکاو یوه اړتیا ده چې د دې سازمان نړيوال تفتیش ترسره کولو لپاره دی او د ملکي هوایي چلند په اداره کې د اصلاحاتو د نوي پروګرام يوه برخه ده.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۱۷ غبرګولی ۱۳۹۹