د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د حج او اوقافو له سرپرست وزیر سره ولیدل.

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس محمد قاسم وفایي زاده د حج او اوقافو له وزیر حلیمي سره ولیدل او په یاده لیدنه کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس وفایي زاده د حج اوقافو وزیرته د مبارکۍ ترڅنګ د دواړو ادارو ترمنځ په ګډې همکارۍ او اړیکو ټينګار وکړ.
د عامه اړیکو او ارتباطاتو امریت