د ملکي هوایي چلند انسټیټوټ څخه د محصلینو د فراغت مراسمو لمانځو غونډه ترسره شوه

د ملکي هوایي چلند د انسټیټوټ ریاست د محصلینو د فراغت مراسم د هوایي ټرافیکو د خدماتو د تنظیم سرپرست رئیس غلام معصوم معصومې، د اریانا افغان هوایي شرکت د ټریننګونو آمر کپټان حسیب، استادان او د انسټیټیوټ څخه د هوایي ټرافیکو او د ملکي هوایي چلند ټکنالوجۍ فارغینو په شتون کې ولمانځله.
په شروع کې د ملکي هوایي چلند انسټیټوټ رئیس محمد نسیم صمیم میلمنو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې د ملکي هوایي چلند په سکتور کې د مسلکي زده کړې روزنه د ملکي هوایي چلند انسټیټوټ یوه له اصلي اهدافو څخه ده.


د ښاغلي صمیم په وینا دې موخې ته په کتو د ملکي هوایي چلند انسټیټیوټ هر کال لسګونه ځوانان مختلفو څانګو ته جذب کوي او له دوه کلنۍ زده کړې وروسته فارغيږي.
هغه وویل په ۲۰۱۹ کال کې د هوایي ټرافیکو کنټرول (ATC) او د ملکي هوایي چلند ټیکنالوژۍ (CNS) ۴۶ فارغان د ملکي هوایي چلند انسټیټیوټ کې د دوه کاله روزنې وروسته خپل د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د ملکي هوایي چلند انسټیټوټ رئیس په دې باور دی چې د ملکي هوايي چلند د مسلکي پرسونل په راجلبولو سره د ملکي هوایي چلند سکتور اړتیا د وړ او روزل شوي مسلکي ځواک په درلودو سره راضي شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د آریانا افغان هوایي شرکت د ملکي هوایي چلند ادارې سره د دې شرکت د هوکړې سره سم غواړي چې د آزموینې له بریالي کیدو وروسته د انسټیټوټ غوره فارغین د کارمند په توګه استخدام کړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۸ د جدی ۱۳۹۸