حسیب الله سروش د ملکي هوایي چلند ادارې د عمومې ریاست په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم په اساس د مولانا جلال الدین محمد بلخی نړیوال هوایی ډګر د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو.
ښاغلي سروش د کاپیسا په ولایت کې زیږیدلی او د ماسټرۍ تر کچي پوري لوړی زده کړي.
…
هغه د ډیری کلونو لپاره په لويو کورنیو، او مشهورو نړیوالو سازمانونو کې کار کړی او پراخه مدیریتې تجربي لري.
همداراز د ملکي هوایي چلند داخلي او نړیوالو قوانینو او مقرراتو کې هم کافي تجربه لري.
د ملکي هوایي چلند ادارې د ایکاو تفتیش پروسی ته په پام کې نیولو ته چې په راتلونکې کې لري چې لومړی مرحله (ډسکټاب اډیټ) به یې د دې کال په ډسمبر میاشت کې ترسره شي او دوهم پړاو د USOAP CMA به راتلونکي کال کې ترسره شي.
د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر چې د هیواد یو د اساسي هوایي ډګرونو څخه دی دا هوایي ډګر هم د ایکاو سازمان لخوا تفتیش کیږي.
له همدې امله اړتیا وه چې د ایکاو تفتیش لپاره نوموړې هوایي ډګر چمتو شي.
د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر نوی سرپرست رئیس ته دنده سپارل شوې چې د خپل ټیم سره په ګډه په دې برخه کې د هوایي چلند د خدماتو معیاري کولو لپاره اړین ګامونه واخلي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت