د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو ټرمینل پراختیا او د لوی امنیتي مرکز جوړولو په اړه بحث وشو

دا مسله د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، دوبۍ ته په وروستي سفر د یوه لوړ پوړي پلاوي سره یو ځاي د جایکا سازمان مسئولینو او جایروس کارپوریشن ادارې چارواکو سره د یوې ناستې په ترڅ کې پرې بحث وکړ.
د پروژې سکتور او کاري اړخونو ته د تعدیلاتو مطالعې وروسته د مسافرینو ترمینل پراختیا او جوړولو مسله پای ته ورسیده او اړین بدلونونه د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس او تخنیکي برخې ټیم لخوا تر بحث وروسته تائید شو.


قرار است بزودی پروسه تدارکاتی پروژه یاد شده از سوی سازمان جایکا آغاز گردیده و پیش بینی می شود که کار عملی پروژه در اواخر ماه اپریل سال ۲۰۲۰ تمه کیږي چې د جایکا سازمان به د تدارکاتو پروسه ژر پیل کړي او تمه ده چې د ۲۰۲۰ کال اپریل په پای کې به یې عملي کار پیل شي.
د یادونې وړ ده چې د حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر اوسني د مسافرینو ترمینل په ۲۰۰۷ کال کې د ۳۸۰۰۰۰ مسافروینو لپاره جوړ شوی و چې اوس مهال د هوایي ټرافیکو زیاتوالی چې د دوو میلیونو څخه زیات مسافرینو ته موجوده اړتیاوې نه پوره کوي او په لنډ مهال کې د نوي ترمینل تر جوړولو پورې د دې ټرمینل پراختیا ته اړتیا ده.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۶ د جدی ۱۳۹۸_