د کورنیو ټکټونو نرخ باندې دې بیا کتنه وشي

نن د چهارشنبې په ورځ چې د لیندۍ ۱۹ مه ده د ملکي هوایې چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین د هوایي شرکتونو ترمنځ ناسته کې د هوایي شرکتونو د ناسالم رقابت او د کورنیو الوتنو د ټکټونو د نرخونو په اړه خبرې وکړې.
دغه ناسته چې د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین حسیب الله سروش په مشرۍ جوړه شوې وه چې پکې د قوانینو او معاهداتو د نړیوال ریاست سرپرستې اغلې خاطره مرسل او د هوایي شرکتونو مسوولینو برخه لرله، چې ترې غوښتنه وشوه د ټکټونو په نرخونو دې بیا کتنه وشي او په دې برخه کې دې خپل نظر د ملکي هوایي چلند ادارې ته وسپاري.
د دې ترڅنګ ټینګار په دې وشو، چې اریانا او کام ایر هوایي شرکتونه دې د ملکي هوایي چلند ادارې سره لا همغږي شي او خپل ربعه وار راپور دې یادې ادارې سره شریکوي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
۱۹ لیندۍ۱۳۹۹