د بطني مخدره توکو تشخيصيه مرکزد مولانا جلال الدین محمد بلخي په نړیوال هوایي ډګر کې رسماً پرانېستل شو.

د بطني مخدره توکو تشخيصيه مرکز د کورنیو چارو وزارت او د بلخ ولایت د چارواکو، بهرنیو ځواکونو او د رسنیو محترمو استازو په شتون کې نن د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نړیوال هوایي ډګر کې رسماً پرانېستل شو.
دا دستګاه د CDONU دفتر په مالي مرسته اخېستل شوې، کوم چې تر دې دمخه په حامد کرزي او احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګرونو کې نصب شوې وې او نن یې مرکز په مزارشریف کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر کې پرانېستل شو.
ـــــــــ