د ملکی هوایی چلند د خپلواکی اداری مشر، محمودشاه حبیبی، ګ‌‌‌‌‌‌ډون د آسیا پاسفیک د ملکی هوایی چلند د سکتور

د ملکی هوایی چلند د خپلواکی اداری مشر، محمودشاه حبیبی، ګ‌‌‌‌‌‌ډون د آسیا پاسفیک د ملکی هوایی چلند د سکتور د مشرانو په کنفرانس کی
پدغه کنفرانس کی چی د 39 هیوادونو او د هوایی چلند اړوند 9 نړیوال سازمانونو اشتراک کړی وو او د فیجی په هیواد کی نیول سوی وو د افغانستان په نمایندګی د ملکی هوایی چلند د خپلواکی اداری مشر، محمودشاه حبیبی، او ورسره پلاوی ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړی.

په کنفرانس کی پر بیلا بیلو موضوعګانو خبری وسوی او هر هیواد خپل د هوایی چلند د سکتور په اړه معلومات ورکړل. پدغه لړ کی د هوایی سکتور پر مصونیت، امنیت، د هوایی ترانسپورت پر اقتصادی انکشاف، تخنیکی او منطقوی همکاریو، د هوایی ترافیک پرتنظیم او بلاخره د هوایی چلند اغیزه د ژوند پر چاپیریال باندی خبری وسوی اوټولو هیوادونو خپل نظریات شریک او لازم تصامیم ونیول سوه. پدغه غون‌‌‌‌‌‌ډه کی د ملکی هوایی چلند د خپلواکی اداری مشرتابه د نورو هیوادونو د هوایی چلند د سکتور له مشرانو او د ملکی هوایی چلند د نړیوال سازمان له سرکتر جنرالی سره ځانګری ناستی درلودی او دافغانستان د ملکی هوایی چلند د سکتور پر اوسنی او راتلونکی پلانو یی خبری وکړی.