د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د سوداګرۍ وزارت مسؤلینو سره لېدنه

د ملکي هوایي چلندخپلواکې ادارې عمومي مشرمحمود شاه حبیبي، د سوداګرۍ وزارت مسؤلینو سره د خپل کار په دفترکې لېدنه او خبري کړ. په دغې کتنه کې د دفترد ریاست رییس مراد شهید، د میادینوریاست سرپرست حامد نوري، د هوایي چلند په برخه کې د ATAR پروژې مسؤول Stephen Irwin هم حضور درلودل د لاندینۍ موضوعاتو په هکله خبرې وکړې:

       – په راتلونکې کال کې د هوایي دهلیز له لارې، د سوداګریزو توکو د لېږد په اړوند د سوداګرۍ وزارت له خوا د بودجې ټاکل

         کېدل.

       – د one stop shop په برخه کې د اړوندو اداراتو د مسؤولینو او دندو ټاکل کېدل

       – د Air cargo export processing zone د جوړولو په اړوند د اداراتو تر منځ هماهنګۍ

       – په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې، د ترمینل کارګو د بیارغونې په اړوند، لازمې تدابیر د دغې ادارې له خوا ونېول شي.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د لړم ۱۰