د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د تالس کمپنی د مرستیال راجر دایکس سره په خپل کاري دفترکې وکتل. او په هېواد کې د رادارو د سیستم نصبول او په هوایي میدانونو کې د مخابراتي وسایلو او آسانتیاوېدایجادولو په اړه ورسره خبرې کړی.
تالس یو فرانسوي کمپنی ده چې د MLAT د رادار دستګاوې د داوطلبي اعلان ګټونکې شوه، چې له مخې به یې د افغانستان د فضایي امنیت په پیاوړتیا کې ګټه واخیستل شي او دغې دستګاه وې د نویو کرښو په ایجادولو او د هوايي کرښو د واټن په راکمولو کې به مرسته وکړي.
دغې دستګاوې چې د سیمې د هېوادونو ترکچه تر ټولو پرمختللې ده، تر دوه راتلونکې اونې پورې به نصب شي، همداسې د افغانستان د نظامي په برخه کې د دې شرکت له لورې د رادار دستګاوې نصب او ځای پرځای کېږي.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د کب ۱۶