پسرلی!

پسرلی!


د ښکلاګانو، تازه گۍ او بیا رغونې فصل پسرلی مو مبارک شه!
د نیکمرغه ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د را رسیدو له کبله د ترانسپورټ وزارت د مشرتابه او کارکوونکو په استازیتوب د افغانستان ټول متدین ملت، د شهیدانو درنو کورنیو او امنیتي ځواکونو ته چې د ټولنې او خلکو د آرامتیا او امنیت د ټینګښت په موخه په خدمت بوخت دي د زړه له کومې مبارکي وایم او ټولو هېوادوالو ته د څښتن تعالی له دربار څخه له خوښۍ او سولې سره له پرمختګونو او بریاوؤ د ډک کال هیله لرم.
په درنښت
انجنیر یما یاري
د ترانسپورټ وزیر