د کابل او تاشکند ترمنځ مستقیم پروازونه د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي او په کابل کې، د ازبکستان استوګن د یپلماتانو په سفرکې پیل شوه.ښاغلې حبیبي د سفر د پیل پرمهال وویل چې دغې پروازونه د دواړو لورو د مخکینۍ هوکړې پراساس پیل شوې ده
.
چې دازبکستان ازبک اېر هوایي شرکت او د افغانستان کام اېر او د آریانا افغان هوایي شرکتونه په اونۍ کې د کابل تاشکند او تاشکند کابل ترمنځ دوه پروازونه ترسره کوي. ده زیاته کړه چې د هوایي خدماتو په برخه کې، د سیمې هېوادونو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک د دې ادارې د لومړیتوبونه څخه دياو ډېر ژر به د نورو آسیایي هېوادونو سره دغسې هوکړې لاسلیک شي.
د ملي یووالي حکومت په بهرني سیاست کې د سیمې هېوادونه په لومړۍ حلقه کې ده، په دې اساس باندې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې په هڅه کې ده چې د سیمې هېوادونو سره، د مستقیم پروازونه زمینه برابره کړي.چې د مسافر وړونکو سربېره د کارګو او سوداګریزو توکو لېږد رالېږد به ازبکستان هېواد ته ترسره شي.
د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د لینډۍ ۸