د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین د هوا پېژندنې، تخنیکي خدمتونو، د هوايي ترافیکو د خدماتو د تنظيم ریاست او د ملکي هوایي چلند ادارې د انسټېټیوټ څخه لیدنه ترسره کړه.

د هوایي چلند ادارې عملیاتي معین امانزیب انصاري چې ورسره د دې ادارې مالیې او اداري رئیس غلام نبي رحمانزی، د نظارت او ارزیابۍ رئیس فرید احمد روان، د هوایي ترافیکو د خدماتو د تنظیم رئیس غلام معصوم معصومي، د تخنیکي خدماتو رئیس سجاد صافی او د دې ادارې یو شمېر نور کارکوونکي ملګري وو د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د مختلفو برخو، د هوا پېژندنې، د تخنیکي خدماتو او د ملکي هوایي چلند انسټېټیوټ څخه لیدنه ترسره کړه.
د دې لیدنې هدف چې نن د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر او د پورتني یاد شویو ریاستونو روان وضعیت او په آينده کی د راتلونکو تغیراتو او پلانونو د تطبیق او په ځانګړي ډول د هوا پېژندنې ودانۍ د ترمیم بیا کتنه او ارزونه وه.
د دې لیدنې په جریان کې د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین ښاغلي امانزیب انصاري د هوا پیژندنې د تعمير د بيارغونې د چارو د بشپړيدو په موخه د ادارې مسئولينو او قراردادي شرکت ته د څلورو اونيو ضرب الاجل وټاکه.
همدارنګه یی د هوايي ترافیکو د خدماتو د تنظيم ریاست او د RMS کمپنۍ ته دنده وسپارله چی د هوايي ترافیکو د خدماتو د تنظيم په برخه کی د ټولو زده کوونکو معطل شوی عملي زده کړې د ملحوظاتو پرته بیاځلي پیل او ټولو زده کوونکو ته د زده کړي لپاره عادلانه زمینه برابره کړی.
همدارنګه یی ددې ادارې تخنيکي ریاست ته د RMS کمپنۍ د مسئولینو په شمول جدی لارښونه وکړه چی د MLAT / WAM – ADS-B رادار د هیواد د هوايي حريم د خونديتوب په موخه د فعالولو لپاره عاجل اقدامات ترسره کړی.
د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د ساختماني چارو او بېلابېلو برخو له لیدلو وروسته یی اړوند مسوولینو ته د فعالیتونو د پروسې د ښه والي، د ستونزو او ننګونو د حل لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امریت
۳/ مرغومی/۱۳۹۹