د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د تخنیکي تعلیماتو ادارې د اکادمیک چارو معین ښاغلی عبدالحمید اکبر سره لیدنه او خبرې آترې وکړي.

په دې لیدنه کې چې د ملکي هوايي چلند ادارې د انسټیټیوټ بخش مسولینو هم ګډون درلود د جمهوري ریاست د لارښوونې په اساس چې تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټونه ترمنځ باید همغږۍ او همکارۍ ولري، د ملکي هوایي چلند انسټیټیوټ هم د دې انستیټیوټنو يو بخش دي چې په اړه یې خبرې اترې او نظرونه تبادله شول.
دواړو ادارو موافقه وکړه چې په تیر هوکړه لیک کې د تغیر او اصلاحاتو په راوستو سره چې د جمهوري ریاست د لارښوونو سره سمون ولري په ګډه همکاري او همغږې وکړي همداراز به دواړه ادارې د ملکي هوایي چلند انسټیټیوټ د پیاوړتیا لپاره هم په ګډه همکاري او کار وکړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۹ د چنګاش ۱۳۹۸