د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د ټکنیټال شرکت مسئولینو سره ولیدل

 

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده د ټیکنیټال شرکت چې د لوګر او ننګرهار هوایي ډګرونو د امکان سنجونې مطالعې مسؤلیت پرغاړه لري په خپل کارې دفتر کې ولیدل.


ددې لېدنې په جریان کې د پلان رئیس نصرت الله تاج او د ټیکنیټال شرکت ځینې مسئولینو هم شتون درلود چې د لوګر ولایت هوایي ډګر د پراختیا او د امکان سنجي په تخنیکي اړخ خبرې او نظرونه تبادله شول.
د هوایي چلند ادارې رئیس یادشوي شرکت ته لارښوونه وکړه چې په اړوند ساحه کې د ټولو نړیوالو معیارونو سره په مطابقت کې د لوګر نړیوال هوایي ډګر د امکان سنجی مطالعات بشپړ کړي.
هغه همداراز دغه شرکت ته دنده وسپارله چې د ننګرهار ولایت هوایي ډګر سروې او د امکان سنجی مطالعه زر پیل کړي چې دغه هوایي ډګر د کابل هوایي ډګر بدیل هم دی.
ډاکټر وفایي زاده د ایټالوي شرکت شتون دې دوو پروژو کې خورا مهم یاد کړ او د ښه کیفیت کار په ترسره کولو یې ټینګار وکړ.

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۱ د لړم ۱۳۹۸