د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د تیتراتیک کمپنۍ مشر له جک ویپن سره د خپل کار په دفترکې وکتل. او د هغه سره په کتنه کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګرکې د شپږو پروژو چې ویل کېږي عملي کېږي د لایحې وظایف، تخنیکي موضوعاتو، ابتدایي دیزاین، او د ختمېدو تاریخ په اړه خبري کړی.
د یادولو ده چې د دغو شپږو پروژوامکان سنجی د دې کمپنی له لورې بشپړ او د USAID له خوا تمویل کېږي.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۷ د غویې ۱۴