د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د تیتراتیک کمپنۍ له مشر سره وکتل

د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د پراختیا د امکان سنجۍ پروژې په اړه د مخکینی ناستې په لړ کې دا ځل ناسته د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د عمومي ریاست مقام په دفتر کې ترسره شوه. په دې ناسته کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، د دې ادارې د پلان او پروژو رییس انجینیر نصرت تاج، د هوایي میادینو سرپرست حامد نورې او د تیتراتیک کمپنۍ مشر جان ویپن حضور درلودل.

 دواړو اړخو د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د پرمختیایي پروژو د امکان سنجۍ په اړه بحث او تبادل نظر وکړې. چې د مسافرینو لپاره نوي ترمینل جوړول، یوه پنځه ستورې هوټل، د طیاراتو د ترمیم ورکشاپ، د وسایطو پارکینک، د صادراتو لپاره د پروسیس زون، د طیاراتو لپاره د تیل د ویشلو مرکز په یاد پروژه کې شامل دي چې د خصوصي- عامه مشارکت د برنامې له لارې به داوطلبي ته وسپارل شي.

همداراز دریو نور پروژو په هرات او قندهار نړیوال هوایي ډګرونو کې ترلاس لاندې دي چې ژر به یې کار پیل شي.

د یادو پروژوFeasibility study د تیتراتیک کمپنۍ له خوا د USAID په مالي مرستې سره به عملي شي. د یادو پروژو د کاري ګړیدیتوب په اړه مخکي هم ځینې ناستې ترسره شوي وو.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د کب ۲۷