د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عموميمشر محمود شاه حبیبي، د ترکیې کابل میشت سفیر OguzhanErtugrul سره په خپل کاري دفتر کې وکاته. دواړو اړخو په دې کتنه کې د هوایي چلند په برخه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا، او په دې برخه کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې کارکوونکو ته د زده کړې په تړاو خبري وکړې. په مقابل کې د ملګرې هېواد د ترکیې کابل میشت سفیر په دې برخه کې د همکاریو لېوالتیا وښود.
د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د مرغومې ۹