د ملکي هوایي چلند په برخه کې د تخنیکي همکاریو په اړه د کابل او انقره ترمنځ هوکړه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلان او پالیسي معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د خپلې رسمي سفر په دریم ورځ کې، د تخنیکي همکاریو په برخه کې د ملګرې هېواد د ترکیې د هوایي چلند ادارې مشر له ښاغلی بحر کیسیجي سره هوکړه لاسلیک کړ.

د دې سند د هوکړې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي چلند په برخه کې د تخنیکي همکاریو پیاوړتیا ویل شوې ده.

په دې څو وروستیو کلونو کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند پرمختیا، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې ته ځانګړې اهمیت لرونکې ده او د تخنیکي حوزې په برخه کې اغیزمنه ده.

د دې هوکړې پر اساس په بېلابېلو برخو کې له هغې جملې نه د ملکي هوایي چلند اکادمې په تخنیکي برخه کې د کارکووکنکو ښوونه شامل دي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۷ د غویې ۶