د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلاناو پالیسی معین ډاکټر محمد قاسم وفایی زاده« سه شنبه د غویی ۳» د ترکیه- آسیا په هوایي چلند کنفرانس کې د ګډون په موخه د ترکیې آنتالیا ښار ته مخه کړه. ښاغلی وفایي زاده د دې کنفرانس په لومړی ورځ د هوایي چلند په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره د ښې اړیکې په هکله خبرې کړ.
همدا راز د دې سفر په ترڅ کې په یوه جلا کتنه کې د تایلند هېواد د هوایي چلند له مشر سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکې د تاسیس په اړه سره هوکړې وکړې، د تایلند د هوایي چلند ادارې مشر د هوایي خدماتو د هوکړه لیک په اړه خپلې موافقت څرکند کړ او هیله مندي وښود چې د روان زیږدیز کال تر نیمایي پورې به یې یادې هوکړې د افغانستان سره لاسلیک وکړي.
همداراز په بل کتنه کې د پلان او پالیسی معین د کوسوغو هېواد د هوایي چلند ادارې له مشر سره لېدنه درلود،په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکې د ایجادولو په اړه خبري کړ.
د کوسوغو د هوایي چلند ادارې مشر د افغانستان د ملکي هوایي چلند د مشر تابه څخه وغوښت چې د روان میلادي کال په ترڅ کې هلته سفر وکړې.
ښاغلی ډاکټر وفایي زاده همداراز د ایران، قرغیزستان،آلبانیا او د ترکیې د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان له مشر ډاکټر بنارد علی سره جلا جلا کتنه درلود او له دوی سره د افغانستان او نوموړې هېوادونو سره د اړیکې د پیاوړتیا په اړه خبري کړي دي.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۷ د غویې ۴