د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د سړک، او د کابل ولایت په پکتیا کوټ کې د DVOR دستګاه د احاطي دیوال جوړولو پروژي قرارداد لاسلیک شو

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د جیټ څلور لاری څخه تر UN دفتر پوري نښلونکي سړک د ۳ رمپ نه تر ۱ رمپ او د ۳ رمپ نه تر ۲ رمپ سړک جوړول او د کابل ولایت په پکتیا کوټ کې د DVOR دستګاه د احاطي دیوال جوړولو پروژي قرارداد د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمدقاسم وفایي زاده او د فرشاد سید خیلي سړک جوړونې ساختمانې شرکت معاون ترمنځ لاسلیک شو.

د قرارداد لاسلیک کولو په ترڅ کې د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي ریس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده ټینګار وکړ، چې نوموړې پروژه به د وړتیا او تخنیکي لحاظه د ملکي هوايی چلند ادارې لخوا په سمه توګه څارل کیږي. شرکت باید د قرارداد له شرایطو سره سم نومړې پروژه تر ۷ میاشتو پوري بشپړه کړي.
د یادولو ده چې د دې قرارداد ټول لګښت (۵۶،۹۱۰،۱۱۰) شپږ پنځوس میلیونه نهسوا لس زره او یوسلو لس افغانۍ دی او د پراختیايي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۵ د سرطان ۱۳۹۸