د UNOPS د مسؤلینوسره د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د UNOPS دفتر د زېربنا مسؤل اېرنیست هانینګ او د هغه دفتر د همکاریو مسؤل له مېرمن مایو کاریهیرا سره کتلي دي. په دې کتنه کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د کارکوونکو لپاره د ښوونیز برنامو په اړه خبرې شوي دي او د UNOPS مسؤلینو په دې هکله د همکاریو هوډ وکړې.

د یاولو ده چې د ملکي هوایي چلند دکارکوونکو د ترینینګ لومړۍ پړاو مخکې د دې دفتر له خوا عملي شوي دي او اوس به یې دویم پړاو عملي شي.

همداراز په دې کتنه کې د هرات نړیوال هوایي ډګر د امکان سنجۍ په اړه خبري وشوې او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر اړوندو برخوته یې لارښوونه کړ ترڅو د یادو برنامو په اړه لازمې اقدامات ترلاس لاندې ونېول شي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۷ د غبرګولې ۲